مالي او اداري مرستیال

ژوند لیک

Untitled-1.jpg

مجیب الرحمن شیرزاد، دپلټنې عالي ادارې مالي او اداري مرستیال ،چې خپله ماستري یې  دپالیسی ګانو او دپراختیا یي کړنو په څانګه کې، دسویس هیواد جینیوا پوهنتون  څخه تر لاسه کړې ده ، دعمومي ادارې په برخه  کې دپاکستان هیواد د پرستون پوهنتون څخه  ماستری یا EMBA  لري، د رهبري او د ادارې پراختیا په څانګه کې  دملګرو ملتونو یا UNITAR  د څیړنیزو او تربیوي پروګرامونو له لارې  د جاپان هیروشیما پوهنتون فیلوشیپ، او همدارنګه خپل دیپلوم یې د ام، دی (MD)  تر کچې پورې د عمومي طب په څانګه کې  د کابل طبی پوهنتون څخه لاسته راوړی ده.

نوموړي ډیری لنډ مهاله ټریننګونه ،کورسونه اوتخصصي ورکشاپونه  بودجه دبرنامې پربنسټ او دعامه مالي چارو ادارې په شمول؛ موضوعګانې  دملي او نړیوالو ادارو له لوري دهیواد په دننه او بهر کې  تر لاسه کړي دي ، اود کمپنیو ټولنیزمسؤولیت  په برخه کې  دامریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري  د IVLP پروګرام  څخه هم فارغ شوی ده.

مجیب الرحمن شیرزاد ډیره موده یې دنړیوالو ادارو او سازمانونو سره لکه SERVE/PBL HNI, AMI, او CNN د رهبرۍ تر کچې پورې کار کړی ده.

او همدارنګه ځیني دولتي ادارو سره یې لکه : په افغانستان کې د پانګې اچونې څخه دملاتړ اداره یا آیسا سره یې " دشرق زون سیمه ایز دفتر منیجر" په توګه ، دافغانستان برښنا شرکت سره یې  "دشرق حوزې رئیس"  په توګه یې کار کړي، او په کال  ۱۳۹۰  کې  دمالیې وزارت دپراختیایي پروژو څخه د څارنې او مراقبت  انسجام ریئس په توګه  وګمارل شو.

 کله چې مجیب الرحمن شیرزاد د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون له لوري  رقابتي آزموینه یې په بریالیتوب سره تر سره کړه. په ۱۳۹۱کال کې  دمالیې وزارت دعوایدو پلان عمومي ریاست په بست کې وګمارل شو.

اود ۱۳۹۴/۲/۲۱  نیټې څخه تر ۱۳۹۶/۵/۲۳ نیټې پورې دمالې وزارت  دعوایدو لوی رئیس په صفت دنده تر سره کړې.

دپلټنې عالي ادارې د وړاندیز سره سم  د۱۳۹۶کال دزمري دمیاشتې څخه را پدې خوا دافغانستان اسلامي جمهوري ریاست عالي مقام په منظورۍ  د دغې ادارې د مالي او اداري مرستیال په توګه  ګمارل شوی، او خپله دنده پرمخ بیایي.