عمومی رئیس

محمد نعیم حقمل د محمد کاتب زوی په 1980 میلادی کال کې د سرپل ولایت په مرکز کې په یوه روڼ آندې او درنه کورنۍ کې نړۍ ته سترګې وغړولې.

ښاغلی حقمل د 2012 میلادي کال راهیسې د انګلستان هېواد د (ACCA) همکار غړی ده او د 2015 میلادي کال څخه را پدېخوا د انګلیستان هېواد د عامه مالي او حسابي چارو د انستیتیوت(CIPFA)  غړیتوب لري. نوموړي برسېره پردې د حسابداري په برخه کې د انګلستان هېواد د اکسفورد بروکس پوهنتون څخه خپل لیسانس سند ترلاسه کړی ده او په 2013  میلادي کال کې یې د مالېزیا هېواد د ساینس او تجارت د نړیوال پوهنتون څخه د ادارې، تجارت او ستراتیژیک مدیریت د تخصص په برخه کې خپله ماسټري (MBA)  ترلاسه کړې ده.

ښاغلي حقمل د لوړو زده کړو په لرلو برسېره د امریکا د متحده آیالتونو په پراختیایي اداره (USAID) او همدارنګه  د ملګرو ملتونو د سازمان په پراختیایي پروګرام (UNDP) کې د مالي صورت حسابونو د تحلیل، د حسابداري اساسي اصول او چوکاټ، مالي پلټنه، د چاپېریال د مدیریت سیستم، د قیمتونو د لګښت تحلیل، مالي سیاست، د مالي صورت حسابونو لپاره معیارونه، تجارتي لیکنې او د سایبرونو د امنیت په اړه د پوهاوی په برخو کې د هېواد دننه او د باندې  مسلکي او مدیریتي زده کړې ترلاسه کړې دي.

محمد نعیم حقمل، د محاسبې، مالي مدیریت او پلټنې په برخو کې 12 کاله مسلکي او تخصصي کاري تجربه لري. نوموړي لومړی خپل مسلکي کار په 2006 میلادي کال کې د محاسب د معاون په توګه د پاملرنې په نړیواله مؤسسه کې پیل کړ او وروسته یې د 2007 میلادي کال په لومړیو کې د کرنې ، اوبولو لګولو او مالدارۍ وزارت کې د نړیوال بانک اړوند پروژه کې د مالي کارمند په توګه خپله دنده پیل کړه، ښاغلی حقمل په همدې پروژه کې تر یو کال فوق العاده کاري تجربې او فعالیت وروسته د مالي آمر په توګه و ټاکل شو او تر 2012 میلادي کال پورې یې په نوموړې پروژه کې دنده ترسره کړه.

نوموړي د 2012 میلادي کال په وروستیو کې د مالي خدمتونو په یو شرکت کې چې د افغانستان هولډینګ ګروپ (AHG) په نوم یادیږي د مالي مدیر په توګه دنده پیل کړه، او په نوموړي شرکت کې یې زیاتره وخت د مالي او حسابي او همدارنګه د مالیاتي تصفیې د څانګو کارمندانو ته روزنیز پروګرامونه وړاندې کول.

ښاغلی حقمل په همدې کال د پروژې تر پای ته رسېدو وروسته د مالیې وزارت د داخلي پلټنې د ریاست سره یوځای شو او هلته یې د پلټنې د کارپوه په توګه د لنډې مودې لپاره خدمت وکړ. برسېره پردې یې د 2013 میلادي کال څخه راپدیخوا د دوه کلونو مودې لپاره د ملګرو ملتونو په پراختیایي پروګرام (UNDP) کې د سیمییزې حکومتولي په برخه کې د مالي آمر په توګه دنده ترسره کړې ده. 

ښاغلي حقمل د 2014 میلادي کال په وروستیو کې د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالو پراختیایي مرستو اداره  ((USAID کې د درې کلونو مودې لپاره په بریالۍ توګه خپل ماموریت پای ته ورساوو او په هممهاله توګه یې د افغانستان په آمریکایي پوهنتون (AUAF) کې د ACCA  پروګرام تدریس پر مخ بېولو. ښاغلي حقمل د کابل بانک د قضیو د پیګېرۍ د کمیسون د رییس په توګه هم دنده ترسره کړې  چې تر نوموړي ماموریت وروسته یې د ملي دفاع وزارت د تأمیناتو، تکنالوژي او لوژستیک د معاون په توګه دنده ترسره کړې ده او پدې وروستیو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د لوړ مقام د حکم په اساس د پلټنې د عالي ادارې د رییس په توګه وګمارل شو.  

ښاغلی حقمل د ملي ژبو ترڅنګ په انګلیسي ژبه کې هم پوره مهارت لري.