دپلټنې عالي ادارې دتدارکاتي برخې کارکونکو لپاره تدارکاتي زده کړئیزه برنامه پیل شوه

دپلټنې عالي ادارې  دمنسوبینو دوړتیا دلوړوالي زده کړئیزو برنامو په دوام سره د۱۳۹۸کال دوري دمیاشتې په ۲۰نیټه  څه دباندې ۱۵تنه دتدارکاتي برخې کارکونکو ته زده کړئیزه برنامه پیل شوه  . داکترمحمد ولی ساجد  دملي تدارکاتو انستیتیوت استاد چې ددغې زده کړئیزې برنامې دپرمخ وړلو مسئولیت یې په غاړه لره وویل:  کومه برنامه چې مو په لاره اچولې موخه یې دتدارکاتي برخې دکار کونکو وړتیالوړول دي تر څو له نني معیارونو سره بلدتیا پیدا کړي.

هغه همدارنګه زیاته کړه دتدارکاتو ملي اداره څو ریاستونه لري او له دغو ریاستونو څخه یو هم ( دملي تدارکاتو انستیتیوت) دی . چې په تدارکاتي برخه کې ددولتي بنسټونو دکارکونکو دوړتیا دلوړولو په برخه کې  فعالیت تر سره کوي .

دهغه پر وینا دافغانستان دجمهوررئیس یو له هغو ژمنو او هڅو څخه دتدارکاتو دسیستم معیاري او مسلکي کول دي . نو له همدې کبله ، دملي تدارکاتو ادارې ، دبررسۍ عالي ادارې په همغږۍ سره ، دتدارکاتي برخې دکارکونکو لپاره دغه زده کړئیزه برنامه په لاره اچولې ده.

ښاغلي  ساجد زیاته کړه: دملي تدارکاتو انستیتیوت  د (یوروسپورت) بهرنۍ کمپنۍ سره په درسي مفرداتو کې دبدلون په برخه کې او په ځانګړې توګه  دملي تدارکاتو په سیستم کې  یو تفاهم لیک لاسلیک کړی ده . نو له دې امله کوم درسي مواد چې دلته زده کړې ورکول کیږي نوي اود سیمې دهیوادونو په کچه ترې ګټه اخلي ؛ اوپه دولتي بنسټونو کې په مسلکي برخه کې له کارکونکو سره مرسته کوي ،ترڅو له نړیوالو تدارکاتي سیستمونو سره بلد تیا پیدا کړي  . همدارنګه نوی نصاب به ډیر ژر دمحترم ولسمشر اودملي تدارکاتو  انستیتیوت له خوا په رسمي  توګه پرانیستل شي اوعملي به شي ، په تیرو ۱۸کلونو کې دغه بنسټ بیلابیلې برنامې په ادارو کې تدریس کړې دي ، اودکارکونکو دوړتیا په لوړولوکې ،ډاډه یم چې اغیزمنتیا یې مینځ ته راوړې ده.

داکترمحمد ولی ساجد دملي تدارکاتو انستیتیوت استادوایي: مسلکی  کول دملي تدارکاتو ادارې په پنځه کلنه تګ لاره کې  بنسټیزه برخه ده ، کوم درسي مواد چې پدغه یوه ورځنۍ زده کړئیزه برنامه کې  پردوه ځانګړو موضوعګانو باندې ( داړتیاو تثبیت او ددندې لایحه ) دپلټنې عالي ادارې کارکونکو ته زده کړې ورکول کیږي ؛  دم ګړې له ګاونډیو هیوادونو څخه پر مختللي دي.