دامریکا متحده ایالاتو دپراختیایي ادارې له خوا دپلټنې عالي ادارې کارکونکو لپاره دداخلي پلټنې په اړه زده کړییزه برنامه پیل شوه

دداخلي پلټنې دارزونې زده کړییزه برنامه چې دپلټنې عالي ادارې په غوښتنه ، دامریکا متحده ایالاتو دپراختیایي ادارې(USAID) له خوا دپلټنې عالي ادارې  داړونده برخې کارکونکو لپاره تدارک شوې وه ؛  د۱۳۹۸ کال دوري په ۱۷دشنبه په ورځ دپلټنې عالي ادارې مسلکي مرستیال ښاغلي سید محمدمهدی حسینی په ګډون پیل شوه.

دادارې مسلکي مرستیال وویل: دقانون دټنګښت په عالي شورا کې چې جلالتمآب جمهور رئیس یې په رأس کې قرارلري اویوه موضوع چې دپلټنې عالي ادارې په اړه پدې شورا کې ،مطرح شوه هغه دا وه چې دغه اداره باید  دبهرنیو چارو وزارت داخلي پلټنه او همدارنګه  دنورو ادارو داخلي پلټنه تر ارزونې لاندې ونیسي او دا مسئله ددې سبب شوه چې دپلټنې عالي اداره ، دامریکا متحده ایالاتو دپراختیایي ادارې(USAID)  له مسئولانو سره د پنځو هغو بنسټونو د داخلي پلټنې دارزونې په اړه په ځینو برنامو خبرې وکړې.

دامریکا متحده ایالاتو دپراختیایي ادارې(USAID) له خوا د دغو بنسټونو دداخلي پلټنې دارزونې څخه موخه ؛ تیروتنې او هغه نیمکړتیاوې دي چې ښایي د اداروداخلي پلټنې  په کړنو کې شتون ولري ، نوپدې اساس دپلټنې عالي اداره او دامریکا متحده ایالاتو دپراختیایي اداره(USAID) په یوه ګټه همغږۍ سره وغوښتل تر څو دداخلي پلټنې دارزونې برنامه دپلټنې عالي ادارې له خوا پر مخ بوزي ؛ ځکه چې دپلټنې عالي اداره ټولې ادارې تر پلټنو لاندې لري،  اودادارو داخلي پلټنه هم تر ارزونې لاندې نیسي.

ښاغلي حسینی هیله څرګنده کړه چې همکاران دپلټنې په عالي اداره کې وکولی شي پدې دوه  درسي ورځو کې ، ډیره ګټه پورته کړي تر څو دادارې کړنې په راتلونکي برنامو کې  اغیزمنې تمامی شي.

فضل هادی فضل  دافغانستان دداخلي پلټونکو دانستیتیوت رئیس وویل: د دغې دوه ورځنۍ زده کړییزې برنامې موخه داده چې ؛  کوم کار چې (USAID)  کولی شي  دداخلي پلتنې دارزونې لپاره دافغانستان په پنځه دولتي ادارو کې تر سره کړي ښه به داوي چې همدا فن او مسلکي پوهه  دپلټنې عالي ادارې اړونده کار کونکو ته هم ولیژو  تر څو ټولې دولتي ادارې په همدي توګه  تر ارزونې لاندې ونیول شي.

هغه زیاته کړه : موږ چې کوم مودل څخه ګټه اخلو ، هغه مودل دداخلي پلټونکو سیستم له خوا جوړ شوی ده اوله دغه ځانګړي مودل څخه په ادارو کې دداخلي پلټنې داغیزمنتیا اودکړنو دارزونې په موخه ترې ګټه اخیستل کیږي.

دافغانستان دداخلي پلټونکو دانستیتیوت رئیس وویل  چي له دغه مودل څخه په ډیری آسیایی  هیوادونو لکه اندونیزیا او مالیزیا، په اروپایی هیوادونو کې  هالند او په امریکایی هیوادونو کې  برازیل،  ترې ګټه اخلي او موخه ی داده چې په خپله داخلی پلټنه وکولی شي خپلې نیمګړتیاوې او کمزورتیاوې پیدا کړي .دیادونې وړده چې پدې زده کړییزه برنامه کې لس تنه دادارې مسلکي همکارانو ګډون درلود.